ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې کډوالو ته ځانګړې پاملرنه وکړي
CMG2023/12/14 10:44:51
شريکول:

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ځانګړي استازي فيليپو ګرندي د ډسمبر په ۱۳مې نېټې د نړۍ کډوالۍ فورم ته په وينا کې هيله ښودلې، چې دغه فورم به نړيواله ټولنه يووالي ته وهڅوي، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کډوالو ته پاملرنه واړوي او ملاتړ يې وکړي.

ګرندي ويلي، چې اوسمهال د غزې، سوډان، سوریې، افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو او سیمو کې خلک له بیړني بشري کړکېچ او کډوالۍ بحران سره مخ دي.

ګرندي په نړۍ کې د دوامدارو بحرانونو لوی لاملونه د شخړو ښکېل اړخونه او نفوذ لرونکي هېوادونه ياد کړي او په خبره يې، دوی د ستونزو د حل لپاره سیاسي لارې نه لري.