د چين او روسيې د انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ کمېټې ۲۴مه غونډه تر سره شوه
CMG2023/12/14 10:55:35
شريکول:

د چين او روسيې د انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ کمېټې ۲۴مه غونډه د ډسمبر په ۱۳مې نېټې په انلاين ډول تر سره شوه.

 د چين د دولتي شورا غړې شن يي چين او د روسيې مرستيالې صدر اعظمې ګريکوا د يادې غونډې ګډه مشري کړې ده. دواړو خواوو له تېر کال راهيسې د چين او روسيې ترمنځ د انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ د لاسته راوړنو لوړه قدرداني کړې او څرګنده کړې يې ده، چې انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ د خلکو ترمنځ د اړيکو نژدېوالي او د چين او روسيې د نوې زمانې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی دی.

 تېر کال د چين او روسيې د سپورټي چارو د تبادلوي کال په نوم و، چې له هغه وخت راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ څه باندې ۴۰۰ فعاليتونه په برياليتوب تر سره شوي، خپلمنځي ښوونيزې همکارۍ يې هم ژورې شوي، يو بل هېوادونو ته د زده کړو په پار زيات محصلين تللي او د چين او روسيې د چيني طب دوه مرکزونه جوړ شوي دي.