روغتیا نړیوال سازمان: ترانسپورټي پېښې د ۵ تر ۲۹ کلنو کسانو د مړینې لومړی لوی لامل دی
CMG2023/12/14 10:45:38
شريکول:

روغتیا نړیوال سازمان د ډسمبر په ۱۳مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د لارو د امنيتي حالت راپور خپور کړی، چې له مخې يې، تر ۲۰۱۹ کال پورې د نړۍ ترانسپورټي پېښو کې هغو کسانو ته پراخه مرګژوبله اوښتې، چې عمرونه يې د ۵ او ۱۹ کالونو ترمنځ دي او ترافيکي پېښې يې د ياد عمرلرونکو کسانو د مړینې لومړی لوی لامل ښودل شوی دی.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱کال کې په ګردې نړۍ کې شاوخوا 1.19 میلیونه کسان د ترانسپورټي پېښو له امله مړه شوي، یعنې د نړۍ هغو 100 زرو کسانو کې، چې د بېلا بېلو لاملونو له امله مړه شوي، 15 یې په ترانسپورټي پېښو کې وژل شوي دي.

راپور وايي، په نړۍ کې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۱ کال پورې که څه هم د موټرونو شمېر یو چند زیات شوی، د لارو شبکې پراخې شوي او د نړۍ نفوس نږدې یو میلیارډ زیات شوی دی، خو بيا هم د ترانسپورټي پېښو له امله د وژل شویو عمومي شمېر د پخوا په نسبت ۵ سلنه کم شوی دی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې په نړۍ کې د لارو د خوندیتوب او ښه والي په پار اغېزمن کوښښونه شوي دي.