د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې د پيسو تګلارې غونډه پای ته ورسېده
CMG2023/12/14 10:50:58
شريکول:

د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې د ډسمبر په ۱۳مې نېټې د پيسو تګلارې ۲ورځنۍ غونډه پای ته رسولې او اعلان يې کړی، چې د فدرالي صندوق د سود ګټې به له ۵.۲۵ نه تر ۵.۵ سلنې پورې وساتي.

د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې د روان کال له سپتمبر راهيسې درېيم ځل دی، چې په يادې اندازې کې يې د سود ګټې ساتلې دي.

د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په وروستيو کې د امريکا اقتصادي فعاليتونه د درېيم فصل د قوي پرمختګ په پرتله کمزوري شوي دي.

اعلاميه وايي، په امريکې کې د روان کال له پيل راهيسې د استخدامي فرصتونو زياتوالی ورو شوی، د پيسو پړسوب يې د تېر کال په پرتله لږ څه ټيټ شوی او د بانکوالۍ سيسټم يې تر اوسه ثابت ساتل شوی دی.