د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د ډسمبر په ۱۳ مې نېټې د ويتنام په پلازمينې هانوي کې د دغه هېواد د دولت رئيس د مېرمن په ملتيا له هانوي ملي پوهنتون څخه لېدنه کړې ده.
پنګ لي يوان د دغه پوهنتون د جوړېدو او پرمختګ او دغه راز د نورو هېوادونو له تعليمي ارګانونو سره د دغه پوهنتون د ګډو همکاریو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
نوموړې هيله ښودلې، چې چين او ويتنام د تعلیم او ښوونې په برخه کې زیاتې ګډې همکارۍ وکړي او زيات ويتنامي ځوانان د لوړو زده کړو لپاره چين ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل پوهاوي او دوستۍ د زیاتېدو لپاره کار وکړي.