د کوپ۲۸غونډې کې د عربي متحده اماراتو اجماع تر لاسه شوه
CMG2023/12/14 10:57:58
شريکول:

د ملګرو ملتونو اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۸مه غونډه (COP28) تر ورځني ځنډ وروسته د ډسمبر په ۱۳مې نېټې پای ته رسیدلې ده.

په دغه غونډه کې د پاريس تړون د څو موضوع ګانو په اړه د عربي متحده اماراتو هغه اجماع تر لاسه شوې، چې د ميل تېږې اهميت لري.

د کوپ۲۸ غونډې رئيس سلطان جبير د پای مراسمو ته د وينا په ترڅ کې ياده اجماع يو ځواکمن او برابر تړون ياد کړی، چې د اقليمي بدلون ضد عملياتو د چټکتيا يو لړ تاريخي پلانونه پکې شامل دي.

مختلفې خواوې د کوپ۲۸ غونډې په ترڅ کې د زيانونو صندوق د پيل په شمول پر ځينو مهمو مسئلو يووالي ته رسېدلي او په څو برخو کې يې د پام وړ پرمختګونه موندلي دي.

په يادې غونډې کې پرېکړه شوې، چې اذربيجان به د د کوپ۲۹ کوربتوب وکړي.