د ډونالډ توسک په مشری د پولنډ نوي حکومت د ډسمبر په ۱۳مې نېټې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه کړې ده.
د پولنډ نوی صدراعظم ډونالډ توسک له ۹ کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د دغه هېواد تر صدراعظمۍ رسیدلی دی.
د پولنډ خبري اژانس خبر ورکړی، چې ولسمشر اندریز دودا په همدې ورځ د نوې دورې حکومت غړي ټاکلي او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يې لوړه کړې ده.
د پولنډ د نوي حکومت د مرستیال صدراعظم او دفاع وزیر، مرستیال صدراعظم او ډیجټلي چارو وزیر، بهرنیو چارو وزیر او عدلیې وزیر په شمول د کابېنې نږدې ټولو غړو لوړه کړې ده.