هنګري: په اروپايي ټولنې کې د اوکراين د شاملېدو وخت نه دی رسېدلی
CMG2023/12/14 10:53:23
شريکول:

د هنګري صدر اعظم وربان ويکتور د ډسمبر په ۱۳مې نېټې د دغه هېواد کانګرېس ته ويلي، چې په اروپايي ټولنې کې د اوکراين د شاملېدو وخت لا نه دی رسیدلی.

ويکتور د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړې، چې اوکراين د تېر کال په فبرورۍ کې په اروپايي ټولنې کې د شاملېدو غوښتنليک وړاندې کړی او ۴ مياشتې وروسته يې د نوماندۍ حيثیت تر لاسه کړی دی.

د نوموړي په خبره، اروپايي کمېسيون اوکراين ته د نوماندۍ په پار ۷ شرطونه ايښي، خو اوکراين له يادو شرطونو  ۴ پوره کړي دي او په وينا يې، اروپايي ټولنه بايد اوکراين ته نوماندي ورنه کړي او په دغې ټولنې کې د اوکراين د شاملېدو مذاکرات بايد بيخي پيل نه کړي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشران ښايي د ډسمبر له ۱۴مې نه تر ۱۵مې نېټې پورې په يوې سرمشريزې کې په دغې ټولنې کې د اوکراين د شاملېدو د مذاکراتو د پيل په اړه رايګيري ترسره کړي.