له شي جين پینګ سره لېدنه/ غواړم له هغه مننه وکړم، زما خوب یې رښتیا کړی
CRI2023/12/14 12:06:39
شريکول:

زیات شمېر عرب سوداګر د چین په یي وو ښار کې تجارت کوي، چې یو له دوی د اردن اوسیدونکی محمد هم دی.

محمد په یي وو ښار کې د عربي خوړو رسټورانټ پرانېستلی او موخه يې دا ده، چې خپل عربي خواړه مشهور او خلک ورسره اشنا شي.

محمد په یي وو ښار کې سوداګريزې چارې ترسره کوي او د برياليتوب تر پولې رسیدلی دی.

هغه وايي، له څو کلونو راهیسې داسې احساس کوم، چې زه يو چينايي يم او په ژبه مې نه راځي، چې ووايي، زه يوبهرنی يم.

محمد وايي، زما دوه ماشومان په يي وو کې زېږېدلي، دوی چينايان دي او يي وو د دوی کور دی، نو دوی بايد له يي وو سره مينه ولري او په خبره يې، اوس ډېر خلک له چین او رئیس شي جين پينګ سره مينه لري.

محمد وايي، رئیس شي جين پينګ را سره ډېر ښه چلند کړی او د خوندیتوب احساس يې راکړی دی.

‌مونږ اوس د کمربند او لارې وړانديز لرو او دا يوه لويه کورنۍ ده.

زه چې کله چين ته راغلم، نو پيسې راسره نه وې، خو اوس د رسټورانټ مشر یم او غواړم له رئیس شي جین پینګ څخه مننه وکړم،‌ چې مونږ ته يې خپل زړه راکړی دی.