د چين دولت رئیس شي جين پينګ او د کينيا ولسمشر ويليم ساموي روټو د ډسمبر په ۱۴ مې نېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۰ مې کليزې په پار یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې هغه له کينيا سره د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر روټو سره يو ځای د دغې کليزې نوې اړيکې پېل کړي او پر بنسټ يې د پرمختګ او سمسورتيا په لاره کې د ګډو همکاریو ځانګړې لار ومومي.
نوموړي ويلي، چې له ولسمشر روټو سره به يو ځای د چين او کينيا ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې لاپسې پراخې کړي او د نوې زمانې لپاره به د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي..
روټو په خپل پيغام کې ويلي، چې هېواد به يې له چين سره د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ د درېيم فورم او د جهانیسبورګ د چين ـ افريقا د مشرانو ډيالوګ لاسته راوړنې ښې عملي کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته به پرله پسې پرمختګ ورکړي او دوستي به يې نوره هم پراخه او پياوړې کړي.