شي جين پینګ د ګوانګ شي کورواکې سيمې له لای بين ښارڅخه لېدنه وکړه
CMG2023/12/15 15:21:22
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پینګ د ډسمبر د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې له لای بين ښار څخه لېدنه کړې او کرنيزې چارې يې له نږدې کتلې دي.

نوموړی په دغه ښار کې عصري کرنيز او صنعتي زون ته ورغلی او هلته یې د ګنيو د کرکيلې، حاصلاتو او د پلور وضعيت په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.