شي جين پينګ د امريکا او چين سوداګریزې شورا د ۵۰مې کليزې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/12/15 10:52:28
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د امريکا او چين سوداګریزې شورا د جوړېدو ۵۰مې کليزې د لمانځنې مراسمو ته د مبارکۍ پيغام ليږلی، دغې کمېټې او ټولو غړو ته يې مبارکي ويلې او د امريکا اړوندو شخصيتونو ته يې د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چين غواړي په متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او همکارۍ له امريکايي لوري سره پر يوې لارې ګډ ګامونه پورته کړي، د سانفرانسيسکو د مشرانو کتنې لاسته راوړنې پلې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته سالم، ثابت او دوامدار پرمختګ ورکړي.

شي جين پينګ دا هم ويلي، چې چين به پر باکيفيته پرمختګ، د لوړې سويې پر پرانيستنې او ورخلاصون ټينګار ولري او بازاري، قانوني او نړيوال سوداګريز چاپېريال به اباد کړي او په خبره يې، چيني شکله عصري کېدو بهير به د امريکا په شمول د مختلفو هېوادونو تصديو ته لا زيات فرصتونه برابر کړي.

 نوموړي زياته کړې، د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ستر بالقوه توان او ښه اينده لري.