چين: امنيت شورا دې پر افغان طالبانو لګيدلي بنديزونه تر غور لاندې ونيسي
CMG2023/12/15 10:44:17
شريکول:

 

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر په ۱۴مې نېټې ۲۷۱۶م پرېکړه ليک تصويب کړی، چې له مخې به يې پر افغان طالبانو د بنديزونو کمېټې د څار ډلې د ماموريت موده ۱۲ مياشتې نوره هم وغځيږي.

په دغه نړيوال سازمان کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ تر رايګيرۍ وروسته د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، چې امنيت شورا دې پر وخت اړوند تدبيرونه تنظيم کړي، څو نړيواله ټولنه له افغانستان سره واقعي تماسونه وساتي او د افغانانو پر ژوند د منفي اغېزو مخنيوی وشي.

ګنګ شوانګ څرګنده کړې، چې افغانستان اوس د سولې او بيا رغونې په کليدي مرحله کې دی او په خبره يې، نړيواله ټولنه بايد په دوامداره توګه دغه هېواد ته پاملرنه وکړي، د افغانستان له اوسني حکومت سره دې رغنده پياوړي تماسونه ولري، د بشري ستونزو د ليرې کولو، د خلکو اقتصاد او ژوند کې د ښه والي راوستلو، د اقتصادي پرمختګ د خوځنده ځواک د اعاده کولو، د بشري حقونو د تامين او په نړيوالې ټولنې کې د بيا شاملېدو په پار دې له افغانانو سره مرستې وکړي.

 نوموړي ويلي، په افغانستان کې لاهم ترهګريز ګواښونه او حالات سخت ښکاري او پر نړيوالې ټولنې یې غږ کړی، چې بېداره واوسي، پر يووالي او همکارۍ دې ټينګار ولري او له دوه ګونو معيارونو څخه دې لاس واخلي، د ترهګرۍ ضد اغېزمنې مبارزې کې دې له افغانستان سره مرستې وکړي او په دغه هېواد کې د تروريستي ځالو د بيا جوړېدو مخه دې ونيسي.

چين په پوره غور د څار يادې ډلې د ماموريت مودې د اوږدوالو ملاتړ کړی او په رايګيرۍ کې يې موافقه رايه ورکړې ده. چين تل پر دې ټينګار کړی، چې ياده څارنيزه ډله بايد له لنډ مهالي افغان حکومت سره مستقيم تماسونه ولري او د دې لپاره بايد اغېزمن چينالونه جوړ کړي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، امنيت شورا بايد د پرېکړه ليک له مخې دا تضمين کړي، چې د بنديزونو ميکانيزم د افغانستان سوله او ثبات پرمخبيولی شي او د وروستي حالت له مخې بايد پکې اړين تنظيمات او سمون راولي.

د چين پر دې نظر دی، چې امنيت شورا دې پر وخت پر افغانستان لګيدلو بنديزونو کې سمون راولي او د افغان طالبانو پر ځينو چارواکو د سفر بنديزونو لغوه کول دې تر غور لاندې ونيسي، ځکه سفرونه د ډيالوګ د تر سره کېدو لازمه وسيله ده.