ولاديمير پوتين: د روسيې او چين تر منځ همکارۍ بې سارې کچې ته رسېدلي
CMG2023/12/15 15:19:30
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۱۴مې نېټې پلازمېنې مسکو کې رسنيو ته د روسيې او چين خپلمنځي همکارۍ په بې سارې کچې کې بللي او په بېلا بېلو برخو کې يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ په اړه خوښي ښودلې ده.

نوموړي ويلي، روسيه او چين اوسمهال د مشرانو هوکړې پلې کوي او ټول کارونه يې فعال او منظم روان دي.

پوتين په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره کړې، چې روسيه او چين په پوځي، اقتصادي او بشري برخو کې هم نږدې همکارۍ لري، خو د کومې ډلې د جوړولو په لټه نه دي او نه به هم درېیمه خوا په نښه کړي.