شي جين پينګ د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې له نان نينګ ښار څخه لېدنه وکړه
CMG2023/12/15 09:43:16
شريکول:

د چين  دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۴مې نېټې په سهار د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې مرکز نان نينګ ښار ته تللی او هلته يې له ځينو سیمو او شرکتونو څخه لېدنه کړې ده.

نوموړی د چين او اسيان د مالوماتي بندر شرکت او د ليانګ چينګ ناحيې پان لونګ استوګنيزې سیمی ته تللی او د چين او اسيان تر منځ د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو او د مالوماتي کېدو  چارو د ابادۍ، په ښارونو کې د استوګنيزو سيمو د اداري سيستم د بشپړولو او د توکميز وحدت د پياوړتيا په پار مالومات ترلاسه کړي دي.