فنلنډ يو ځل بيا له روسيې سره ټول سرحدي بندرونه تړلي
CMG2023/12/15 10:09:58
شريکول:

د فنلنډ حکومت د ډسمبر په ۱۴مې نېټې له روسيې سره دوه سرحدي بندرونه پرانېستلي وو، خو له څو ساعته پرانېستلو وروسته يې بېرته د تړلو پرېکړه کړې ده.

د فنلنډ حکومت د روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په شپه يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ۱۵مې نېټې د شپې په ۸ بجو به له روسيې سره ټول سرحدي بندرونه د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۴مې نېټې پورې وتړي.

د فنلنډ د کورنيو چارو وزير په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې له روسیې سره دوه سرحدي بندرونه پرانيستلي وو، خو فنلنډ ته د ناقانونه کډوالو د تګ او سخت وضعيت له امله يې بېرته د تړلو پرېکړه کړې ده.

فنلنډ د هېواد په ختيځ کې روان حالات خپل ملي امنيت ته ګواښ بولي.