اسرائيلي پارلمان د ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو اضافي جنګي بوديجې ته منظوري ورکړې
CMG2023/12/15 10:45:44
شريکول:

د اسرائيل پارلمان د ډسمبر په ۱۴مې نېټې په ۵۹ موافقو او ۴۴ مخالفو رايو سره د ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازې اضافي جنګي بوديجه تصويب کړې ده.

دغه هېواد به دغه اضافي جنګي بوديجه له حماس سره په روانې شخړې کې ولګوي.

اسرائيل په پام کې لري، چې ياده اضافي بودجه د ملي دفاع لګښتونو، احتياطي پوځيانو سره مالي مرستو او په امن ځايونو کې د سرحدي اوسېدونکو د لنډ مهالو کورونو د جوړېدو په برخو کې مصرف کړي.

د دغې اضافي بوديجې په تصويبېدو سره د اسرائيل د ۲۰۲۳ مالي کال عمومي بوديجه کابو ۱۳۸.۴ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده.