د اسرائیل دفاع وزیر بيني ګانتڅ د ډسمبر په ۱۴مې نېټې ويلي، چې په غزې تړانګې کې د حماس ضد د اسرائيلي ځواکونو عمليات ښايي څو مياشتې دوام ومومي.
ګانتڅ په همدې ورځ په تل ابیب کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، حماس لس کاله کيږي، چې پر اسرائیل بريدونه کوي، د ځمکې دپاسه او هم د ځمکې په تل کې تاسیسات لري، چې له منځه وړل یې اسانه کار نه دی، نو څو مياشتې وخت به ونيسي.