د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۱۴مې نېټې په پلازمېنې مسکو کې کلنۍ غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د اقتصادي پرمختګ لپاره کافي توان او سرچېنې لري.
ولسمشر پوتين د روسيې د اقتصادي پراختیا وضعیت ته په کتو تمه ښودلې، چې په ۲۰۲۳ کال کې به يې د هېواد د کورني تولید عمومي ارزښت ٪۳.۵ زياتوالی ومومي.
پوتين ويلي، د روسیې صنعتي او تولیدي چارو پرمختګ موندلی، د بیکارۍ کچه پکې په لومړي ځل ۲.۹٪ ته راښکته شوې، بهرني پورونه يې له ۴۶ میلیارډو څخه ۳۲ میلیارډو امریکايي ډالرو ته ښکته شوي دي او په وينا يې، همدا د دې ښکارندويي کوي، چې د روسيې عمومي اقتصاد او مالي سیسټم په ثبات ډول پرمختګ کوي.
پوتين د اوکراین د مسئلې په اړه ویلي، چې د ځانګړو پوځي عملیاتو هدفونه يې نه دي بدل شوي.