د دسمبر د ۱۵مې په شپه په بیت المقدس کې د هوايي بريد د خطر خبر خپور شو . یوه ځایي خبريال د چاودنې اواز واورېد او ویې لیدل، چې اسرائيلي پوځ د هوايي بريد ضد د دفاع کيپاټ بارزيل سيستم وکاراوه. تر اوسه پورې د هېڅ مرګژوبلې په اړه راپور نه دی خپور شوی. د اسرائيلي خبري رسنيو په قول د بيت المقدس په شاو خوا د بيټ شيميش په شمول ځايونو کې د هوايي بريد د خطر خبر هم خپور شوی.
د حماس په مشرۍ یوې وسله والې ډلې القاسام د دسمبر په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې دغې ډلې په همدې ورځ پر بيت المقدس څو راکټونه وتوغول او ویې ویل، چې دغه برید د غزې په تړانګې کې د فلسطين پر ملکي وګړيو بريدونو ته یو ځواب ؤ.