چین د لرې واټن ۴۱مه سپوږمکۍ وتوغوله
CMG2023/12/16 12:32:24
شريکول:

د ډسمبر د ۱۵مې د شپې په ۹ بجو ۴۱ دقیقو د چین د ون چانګ د سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې په بریالۍ توګه دCZ5-YAO6  وړونکی راکټ له لارې د لرې واټن ۴۱م سپوږمکۍ ټاکل شوي مدار ته وتوغوله.دا سپوږمکۍ د لوړ مدار سپوږمکۍ ده، چې په عمده توګه د ملي ځمکو د سرشمېرنې، د غلودانو د حاصلاتو د اټکل، د چاپیریال ادارې، د هوا پیژندنې خبرداریو او وړاندوینې او د ناورین د مخنیوي او کمولو په برخو کې کارول کېږي.

دا د CZ وړونکی راکټ ۵۰۲مه الوتنه ده.