چين به د غزې په تړانګې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي
CMG2023/12/16 12:06:48
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د دسمبر په ۱۵مه وويل، چې د فلسطين مسئله  او  د غزې په تړانګې کې جګړه د خلکو ضمیر او وجدان او د ملګرو ملتونو رول ازمویي. چين به د غزې په تړانګې کې د سولې  د رامنځ ته کېدو او د ژوند ژغورنې، د جګړې د ژر پای ته رسولو، د دوو هېوادونو د لايحې عملي کېدو او په منځني ختيځ کې د دايمي سولې لپاره له نړيوالې ټولنې سره ګډې هلې ځلې وکړي.

جانګ جون د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په بېړنې ځانګړې غونډه کې وويل، چې چين په دغه غونډه کې د دسمبر په ۱۲مه تصويب شوي پرېکړه ليک هرکلی کوي او غوښتنه  کوي، چې د غزې په تړانګې کې سمدستي بشري اوربند رامنځته  شي. دغه پرېکړه ليک د ۱۰۴ هېوادونو لخوا په ګډه وړاندی شو او چين هم په کې ګډون وکړ. دغه پرېکړه ليک په اکثرو موافقو رايو تصویب شو، چې پکې د نړيوالې ټولنې ګډې تمې ښکاري او بايد په بشپړه او اغېزمنه توګه تطبيق شي.