د فلسطین ولسمشر د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړې
CMG2023/12/16 12:30:49
شريکول:

د فلسطين ولسمشر محمد عباس په ځايي وخت د دسمبر په ۱۵مه د امريکا د ملي امنيت له سلاکار جیکسليوان سره وکتل.

عباس د خبرو پر مهال له امریکا وغوښتل، چې د اسرائیلو د اوربند لپاره مداخله وکړي، د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د غزې تړانګې د ټولو پولو پرانېستلو کې  مرسته وکړي او د بشري مرستو په تېره بیا د طبي او خوارکي توکو د ورکولو اندازه ۲ چنده زیاته کړي،‌ په عین وخت کې ژر تر ژره د غزې تړانګې ته اوبه، برېښنا او سونګ مواد برابر کړي، ترڅو د روغتون په ګډون بنسټیز تاسیسات ژر تر ژره وکارول شي.

عباس ټینګار وکړ، چې امریکا باید پر اسرائیلو فشار واچوي  څو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د خلکو په وړاندې سرغړونې بندې کړي. هغه زیاته  کړه، چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او فلسطین د خپلو خاورو د وېشلو په اړه د اسرائیلو هېڅ پلان نه مني.