د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د ټيټې تودوخې د واورو او يخنۍ ناورينونو د مخنيوي په اړه مهمې لارښوونې وکړې.
هغه وویل، چې په دې وروستيو کې د چین په زياتو سیمو کې سخت باران او واوره اورېدلې، چې د برېښنا رسولو، ترانسپورت او د خلکو پر ژوند يې ناوړه اغېزه کړې ، چې باید ورته پاملرنه وشي.
شي جين پينګ ټينګار وکړ، چې موږ بايد د هوا بدلونونو ته ډېره پاملرنه وکړو، څارنې او څېړنې پیاوړې کړو او په وخت سره د خبرتيا او وړاندوينې معلومات وړاندې کړو.
هغه له اړوندو سیمو او څانګو وغوښتل، چې خپل مسؤليتونه درک، د ناورینونو د مخنيوي تدبيرونه ښه ، بېړني پلانونه بشپړ ، د پټو خطرونو جدي پلټنه او بېړنيو حالاتو ته د ځواب ورکولو لپاره هر ډول هڅې وکړي، تر څو خلک خوندي او تود ژمی ولري.