د اقليمي بدلون په اړه دغه تاريخي اهميت لرونکی تړون څنګه نړۍ بدله کړئ؟
CMG2023/12/16 13:17:11
شريکول:

په دې وروستيو کې د م.م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو هېوادونو د ۲۸مې غونډې(COP28) رئيس سلطان جابر په دوبۍ کې د يادې غونډې د پای په مراسمو کې ويلي، چې مونږ  باید پر تاريخي لاسته راوړنو ووياړو.  ده ویلي، چې د عربي متحده اماراتو د ګډو نظريو له مخې دا له اقليمي بدلون سره د مقابلې د عملياتو د چټکتيا لپاره يو لړ پياوړی او برابر پلانونه دي او تاریخي اهميت هم لري. د عامو افکارو په اند د دغه تاریخي اهميت لرونکي تړون لاسليکول يو اسان کار نه دی.

د عربي متحده اماراتو د ګډو نظريو عمده تاريخي اهميت دا دی، چې اړوندو هېوادونو په لومړي ځل د فوسيل سون موادو د نه کارولو په هکله تړون لاسليک کړی دی. د اې اېف پي(AFP) خبري اژانس خبر ورکړی، چې دا لومړی ځل دی د م.م د اقليمي بدلون د سرمشريزې د جوړېدو له دېرشو کلونو راهيسې بېلا بېلو هېوادونو پر دې موافقه  وکړه، چې د فوسيل سون موادو له کارولو څخه لېری شي. د ياد تړون اجرائيوي سکريتر سيمون سټيل ويلي، چې دغه   پرېکړه د فوسيل سون موادو د نه کارولو پيل دی.

د دې تړون لاسليکول يو اسان کار نه دی. له دې نه مخکې ځينو هېوادونو څرګنده کړې، چې دوی به تر نورو مخکې د فوسیل سون موادو نه کارول تر غور لاندې ونيسي. خو ځينو نورو هېوادونو تائيد کړې، چې يوازې غواړي د فوسيل سون موادو کارونه ګام په ګام کمه کړي اويا په پوره توګه يې دغه خيال رد کړی دی.

دغه غونډه د بېلا بېلو خواوو د نظريو د توپيرونو د موجودیت له کبله دې ته اړ شوه، چې بله يوه ورځ دوام ولري. په  پای کې د بېلا بېلو خواوو لپاره د منلو وړ هغه محتوا چې اړوند هېوادونه به په عادلانه ، منظمه او معقوله توګه د فوسيل سون موادو له کارولو څخه لېرې شي، په یاد تړون کې شامله  شوه.

پر دغې محتوا سربېره د دې غونډې نورې لاسته راوړنې دا دي: ګډونوالو يې د غونډې په لومړۍ ورځ کې د پرمختيایي هېوادونو د وړانديز له مخې د اقليمي بدلونونو د زيانونو په هکله د صندوق د جوړولو پرېکړه وکړه او په لومړي ځل يې د پاريس تړون تر لاسليکولو وروسته له اقلیمي بدلون د مقابلې لاسته راوړنو بيا کتنه وکړه، چې همدا په دې برخه کې د راتلونکي بهير لپاره لاره روښانه کړې ده. چين په دې ترڅ کې په فعاله توګه د ټولو موضوعاتو په بحثونو او مذاکراتو کې ګډون او د خپل دريځ په بيانولو سره يې د څو اړخيزم د پرمخ بيولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، چې دا د دې غونډې د برياليتوب لپاره قوي سياسي خوځنده ځواک  برابر کړ. چين په دې برخه کې تل تر تله دغه رويه غوره کوي.

د شنونکو په اند ځکه په دغې غونډې کې تاريخي تړون لاسليک شوی، لامل يې د چين او امريکا ترمنځ له همکاريو سره په تېره بيا د مشرانو له هڅو سره تړاو لري. د دغو دوو هېوادونو مشرانو په سان فرانسيسکو کې د کتنې په  ترڅ کې ټينګار  وکړ، چې هغوی به د (COP28) غونډې د برياليتوب لپاره هڅې وکړي. همدغه مثبته همکاريزه رويه له نړيوال اقليمي بحران سره د مقابلې لپاره  د خوځنده ځواک د رامنځته کولو سبب شوی دی.

اوس مهال  مختلف هېوادونه د زرغون او ټيټ کاربن لرونکي پرمختګ په هکله  ګډې نظريې لري او په دې برخه کې يې ډېرې هڅې کړي او پرمختګونه يې هم موندلي دي. خو د سخت اقليمي بحران پر وړاندې دا تر ټولو مهمه ده، چې څنګه د دې غونډې ګډې نظريې او لاسته راوړنې پلې شي.

د انسانانو پر وړاندې ګډې ستونزې د بېلا بېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري. له يوې خوا  مختلف هېوادونه هيله لري، چې ټيټ کاربن لرونکي پرمختګونه ومومي او نړيوال اقلیمي بحران حل کړي، له بلې خوا لکه څنګه چې دغې غونډې اشاره کړې وه، اوسنۍ هڅې د پاريس تړون د موخې د تر سره کولو لپاره کافي نه دي. بېلا بېلې خواوې دې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. لکه څنګه چې د م.م يوه چارواکي ويلي دي، په راتلونکو  څو کلونو کې به ستاسو غږ او اراده د پخوا په پرتله لا مهمه وي.