په امریکا کې ډزې د ماشومانو د مړینې لوی لامل ګرځېدلي
CMG2023/12/16 12:33:19
شريکول:

د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر په ۱۴مه د امریکا د کنیکټیکټ ایالت په نیوټاون ښار کې د سینډي هوک  په ابتدائیهښوونځي کې ډزې وشوې، چې له امله یې ۲۰ ماشومان او ۶ سړي ووژل شول. دا په هغه وخت کې په امریکا کې  په یوه ښوونځي کې تر ټولو خونړۍ ډزې وې او دې پېښې ټول امریکایان حیران کړل.

په امریکا کې په وروستیو کلونو کې په ښوونځیو کې د ډزو پېښې زیاتې شوي دي. د امریکايي رسنیو په وینا،‌ ټوپک د امریکايي ماشومانو د مړینې اصلي لامل ګرځېدلی دی.

د " ټوپک د تاوتریخوالي ارشیف" ویبپاڼې د شمېرو له مخې، روان کال په امریکا کې د ډزو ۶۳۶ لویېپېښې شوي او په دغو بېلابېلو پېښو کې د مړو شمېره له ۴۱۰۰۰ څخه اوښتې ده.