وانګ يي د سعودي عربستان او ایران د بهرنيو چارو وزارت له پلاويو سره وکتل
CMG2023/12/16 13:27:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر منشي وانګ يي د ډسمبر په ۱۵مه په بېجينګ کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير  ولید الخریجي او د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير علي بغري کاني سره، چې د چين، سعودي عربستان او ايران د دری اړخيزې ګډې کمېټې په لومړۍ غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي ، وکتل.

وانګ يي د دغې غونډې د برياليتوب په اړه مبارکي وويله او څرګنده يې کړه، چې چين تل د منځني ختيځ د خلکو پلويتوب کوي، چې په خپلواکه توګه د پرمختګ لاره لټوي او د منځني ختيځ د هېوادونو پلويتوب کوي، چې په يووالي او همکاريزه توګه د سيمې د امنيت مسئلې حل کړي او د سعودي عربستان او ايران تر منځ د اړيکو د ښه والي له بهير څخه ملاتړ کوي.

وانګ يي د سعودي عربستان او ايران تر منځ د اړيکو د ښه والي په هکله وويل، چې په دې برخه کې به لا زیات کار  او د دغه بهير هڅونه به وکړي او دغه راز په دې بهير کې یې د نورو خواوو د لاس وهنې د  مخنیوي په اړه  دری فقره اييز وړانديزونه هم کړي دي.

ولید الخریجي او علي بغري کاني له چين څخه مننه وکړه، چې دغه غونډه يې جوړه او په منځني ختيځ کې یې د چين د لا زيات رول هرکلی وکړ.