چين ټينګار کوي، چې نړيواله ټولنه بايد د امنيت شورا په اړه د وسلو قاچاق د مخنيوي چارو ته سم وګوري
CMG2023/12/16 12:05:21
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د ډسمبر په ۱۵مه په امنيت شورا کې د سولې او خونديتوب  لپاره د کوچنيو وسلو د ګواښونو په اړه پرانيستي غونډه کې وينا وکړه او ټينګار یې وکړ، چې نړيواله ټولنه بايد د امنيت شورا په اړه د وسلو قاچاق د مخنيوي تګلارې ته سم وګوري او پلې يې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د کوچنيو وسلو او بمونو د قاچاق، ناوړه استفادې او د نامسئولانه لېږلو مسئلې لا هم ډېرې  جدي دي، چې د وسله والو نښتو، ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو له مسئلو سره  تړلي او نړيوالې سولې او خونديتوب ته سخت ګواښونه  پېښوي.

ده وویل، چې د  یادې ستونزې حلولو لپاره چين دا نظر لري، چې لومړی بايد د وسلو د  خپرولو سرچينې له منځه يووړل شي، دويم بايد د ښکېلو هېوادونو دندې پياوړې شي، درېيم دې د امنيت شورا په اړه د دغو وسلو د قاچاق د مخنيوي تګلارو ته  جدي  وکتل شي  او پلې شي او څلورم دې د ملګرو ملتونو رول ولوبول شي.