د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په وروستيو ورځو کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم له خپلواکې سيمې څخه د ليدنې په وخت کې ټینګار وکړ، چې ګوانګ شي بايد په تمامه، سمه او بشپړه توګه د پرمختګ نوې نظريې تطبيق کړي، د باکيفيته پرمختګ لومړۍ دنده او د پرمختګ نوي جوړښت جوړولو ستراتيژيکې دنده پر غاړه واخلي، خپل ښه رول ولوبوي، تر څو د چيني ملت د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې ته مرکزي مقام ورکړي، نظريې ازادې کړي، د نوښت له لارې بدلونونه ولټوي، د سمندري سرچينې په وسيله د پرمختګ لارې ومومي، پرانيستی پرمختګ وکړي، په سرحدي قومي سيمه کې د باکيفيته پرمختګ هڅونه وکړي او په دغې سيمه کې د چيني شکله عصري کېدو نوې پاڼه پرانیزي.
شي جين پينګ د دسمبر له ۱۴مې تر ۱۵ مې پورې د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې کې د پرانيستي پروژو، د اوسيدونکو سيمو، کليو او تصديو څخه ليدنې کتنې وکړې.