د چين د بهرنيو اسعارو د ادارې رياست د ډسمبر په ۱۵مه يوه شميرنه خپره کړې، چې له مخې يې په نومبر مياشت کې د بهرنيو اسعارو بازار په ثابته توګه پرمختګ کړی او پيسو راکړې ورکړې نړيوال حالت برابر و.
تازه شميرنې ښيي، په نومبر مياشت کې د بانکونو لخوا د بهرنيو اسعارو تصفيې اندازه ۱۷۳ ميليارډ ۵۰۰ ميليونه ډالرو او د بهرنيو اسعارو پلورلو اندازه ۱۹۸ ميليارډ ۱۰۰ ميليونه ډالرو ته رسيدلې ده.