د نړۍ د لومړۍ څو اړخیزې پانګونې تړون پراخ ملاتړ ترلاسه کړی
CMG2023/12/17 12:46:52
شريکول:

په دې وروستيو کې د نړيوال سوداګريز سازمان په عمومي شورا کې د چين په ګډون شاوخوا ١٢٠ غړو هېوادونو اعلان وکړ چې د پرمختګ د هڅولو لپاره د پانګونې اسانتیا تړون وروستی متن يې قانوني بيا کتنه بشپړه کړې او پر ټولو غړو يې غږ وکړ چې ژر تر ژره لازمې پروسې پلې کړي ترڅو دغه تړون د نړيوال سوداګريز سازمان په قانوني چوکاټ کې شامل شي.

په نړيوال سوداګريز سازمان کې د چين دايمي استازي لي چنګ ګانګ په دې غونډه کې وويل چې د پرمختګ د هڅولو لپاره د پانګونې اسانتیا تړون د پرمختګ په اصلي بڼه د پانګونې له لارې د پرمختګ د دوام لپاره د نړيوال سوداګريز سازمان د غړو ګډه اراده منعکس کوي.

په دې غونډه کې د کمبوډیا، لاوس او لایبریا په څیر د لږ پرمختللو هېوادونو د غړو په ګډون د نړيوال سوداګريز سازمان څه باندې ۳۰ غړو په فعاله توګه خبرې وکړې او عموما د نړيوال سوداګريز سازمان د وزیرانو د ۱۳مې غونډې د یو فرصت په توګه د دې سازمان په قانوني چوکاټ کې د یاد تړون شاملولو ته وده ورکولو ملاتړ کړی.