د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ټيډروس يوځل بيا غزه کې د اوربندغوښتنه وکړه
CMG2023/12/17 12:49:20
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ټيډروس ادهانوم غبرياسوس د ډسمبر په ۱۵مه په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د خبريالانو ټولنې لخوا په کلنۍ خبري ناسته کې يو ځل بيا له فلسطين او اسرائيلو څخه غوښتنه کړې، چې د غزې په تړانګې کې سمدستي اوربند وکړي.

ټيډروس وويل، د فلسطين د نيول شويو خاورو د روغتيايي حالت په هکله د روغتيا نړيوال سازمان اجرائيه کميټې په ځانګړې غونډه کې څه موده مخکې يو پريکړه ليک تصويب شوی. په دغه پريکړه ليک کې غوښتنه شوې، چې سمدستي په دوامداره او سالمه توګه د غزې تړانګې ته بشري مرستندويه توکي او طبي کارکوونکي ولېږل شي. دغه راز د دې سازمان له عمومي مدير څخه غوښتنه شوې چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ په دې دورې شخړې کې پر عامې روغتيا او دماغي روغتيا د اغيزو په هکله معلومات وړاندې کړي.

هغه زياته کړه،چې دغه دندې په اوسنيو حالاتو کې نه شي بشپړيدای، چې د غزې په سيمه کې د بشري مرستې کارکوونکو او طبي کارکوونکو په شمول د ټولو کسانو خونديتوب تامين نشي. يوازينۍ لار سمدستي اوربند دی.