د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په رڼا کې به لازيات پرانيستي کارونه تر سره شي
CMG2023/12/17 14:09:21
شريکول:

 ۴۵ کاله مخکې يعنې د ۱۹۷۸ کال په ډسمبر کې د چين د کمونېست ګوند د يوولسمې مرکزي کمیټې تر درېیمې عمومي غونډې وروسته چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير پيل کړی و چې په دې سره يې له کليوالو سيمو څخه تر ښارونو پورې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پرانيستي کارونه هم شروع کړل. په چين کې چې په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګڼل کيږي،څو سوه مليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي او نسبتأ شتمنه ټولنه هم پکې اباده شوې او په نړۍ کې د بې وزلو کسانو د کمولو په برخه کې خدمتي انډول يې له اويا سلنې څخه اوښتی دی. دغه راز له څو کلونو راهيسې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين خدمتي انډول هم له اوويا سلنې څخه زيات ساتل شوی چې له دې امله يې د چيني شکله عصري کېدو نوی تمدني موډل رامنځته شوی دی. د چين اصلاحاتو او ورخلاصون نړۍ ته څه راوړي دي؟

د چين اصلاحات او ورخلاصون د نړۍ د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

چين په نړۍ کې يو داسې اقتصاد دی چې نفوس يې د نړۍ د عمومي نفوس يوه په پنځمه برخه نيسي. له ۴۵ کلونو په تېره بيا له لسو کلونو راهيسې د چين حکومت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتياوو په برابرولو سره په چين کې د بهرنيو تصديو حقه حقونه او پرمختيایي حقونه تضمين کړي، له نورو هېوادونو څخه د توليداتو واردات يې زيات کړي، چیني بازار ته د ننوتونکو  معيار يې اسانه کړی،د پوهنې ملکيت حق د ساتلو تګلاره يې پلې کړې، ښه سوداګريز چاپيريال يې برابر کړی او د نړيوالو پانګو د جريان د اسانېدو لپاره يې هڅې وکړې.

د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په اړه د چين وړانديز د اړوندو هېوادونو او سيمو له پرمختيایي ستراتيژۍ سره وصل شوی او په دې سره يې تر اوسه پورې څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او له ۳۰ زياتو نړيوالو سازمانونو له چين سره اړوند همکاريز سندونه لاسليک کړي چې په پايله کې يې د کمربند او لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو بنسټيز تأسيسات لا ښه شوي، د کرنې، انرژۍ، کلتور، روغتيا، پولي چارو، ساينس او تخنيک په شمول ډېرو برخو کې دوه اړخيزې همکاريزې پروژې پلې شوي او د اړوندو هېوادونو او سيمو خلک ترې برخمن شوي دي.

سربېره پردې چين د وارداتو د نړيوال نندارتون په شمول د ډېرو نندارتونونو په تر سره کېدو سره څو اړخيز همکاريز ميکانيزم ساتلی او د نړۍ او سيمو ترمنځ د اقتصادي پرمختيايي بنسټ د ثابتېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو او د سيمه ييزو هېوادونو د يو ځای کېدو لپاره هڅې وکړې.

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په غوره کولو سره د انسانانو د عصري کېدو نوې پرمختيايي لاره هواره کړې ده.

د عصري کېدو د موخې تر سره کول د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده. چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په پلي کولو سره خپل توليدي ځواک ازاد او دې ته يې وده کړې او له دې لارې يې د اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات په برخه کې بې ساري پرانيستي کارونه تر سره کړي، په ورته وخت کې يې له خوځنده ځواک څخه ډک سوسياليستي بازاري اقتصادي نظام يې جوړ کړی او هغه سياسي او کلتور نظام يې چې له اقتصادي نظام سره سمون لري، هم اباد کړی چې ګام په ګام د چیني شکله عصري کېدو لاره رامنځته شوې ده.

همدغه لارې د عصري کېدو په لور د پرمختيایي هېوادونو د روانېدو لپاره انتخاب برابر کړی او د لا ښه ټولنيز نظام د موندلو لپاره يې انسانانو ته چيني لايحه وړاندې کړې ده.

د يادې تګلارې په رڼا کې به د نړيوال اداري سيستم لا بشپړ شي. اصلاحات او ورخلاصون په چين کې دوهم انقلاب ګڼل کيږي چې له دې امله يې نه يوازې چين بلکې نړۍ هم په ژره توګه بدله شوې ده. حقيقت دا ثابتوي چې د چين اصلاحات او ورخلاصون هغه کړنه ده چې د زمانې له تمايل او د نړۍ له پرمختيایي اړتياوو سره سمون لري، او په دې سره چين له نړۍ سره ګډ پرمختګ موندلی دی. چين به  د چيني شکله عصري کېدو بهير د باکيفيته پرمختګ په نوی مزل کې د يادې تګلارې په پراخوالي سره لا زیات پرانيستي کارونه تر سره کړي.