د اوکراین صدراعظم: په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو په خبرو اترو کې لا هم له ۲۷۰۰ څخه ډېر قوانینو ته اړتیا ده
CMG2023/12/17 12:58:17
شريکول:

د اوکراين د کابينې د رسمي ويبپاڼې د يو راپور له مخې، د اوکراين صدراعظم ډینس شمهال د دسمبر په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد په ځايي او ایالتي حکومتي غونډه کې وويل، اوکراين په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو لپاره خبرې اترې پيل کړې دي، دا يو سخت کار دی او اوکراين اړتیا لري چې د اروپايي‌ ټولنې له قوانینو سره د سمون لپاره د خپل قانون ۲۷۳۹ ټوټې بشپړې کړي. 

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې اروپايي شورا پرېکړه کړې چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین او مالدووا د شاملېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

اوکراین او مالدووا په جلا جلا توګه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ او مارچ کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاره. ‌ دواړو هیوادونو د ۲۰۲۲م کال په جون کې د اروپايي ټولنې کاندید هېوادونه شوي اواروپايي شورا د روان کال په نومبر کې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین او مالدووا د شاملېدو لپاره د خبرو اترو دپیل وړاندیز وکړ.