د اسرائیلو پوځ: د نیول شویو اسرائیلو د غلطې وژنې بشپړ مسؤلیت پر غاړه لري
CMG2023/12/17 12:44:36
شريکول:

د ګڼو اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې، د اسرائيلو  لوى درستيز هرزي حلوي د دسمبر د ۱۶مې نېټې په شپهپه يوه وينا کې وويل چې د اسرائيلو دفاعي ځواکونه د ۳ اسرائيلي بنديانو د غلطې وژنې بشپړ مسؤليت پر غاړه لري. حلوي وویل، "دا یوه غمجنه تېروتنه ده" او د اسرائیلي پوځ د جګړو له اصولو څخه سرغړونه ده.

د اسرائیلو پوځ د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې په شمال کې د جګړې پر مهال په غلطۍ سره ۳ تنه اسرائیلي بندیان په ډزو ووژل. د دغو ۳ وژل شویو کسانو هویتونه تایید شوي دي.