په امريکا کې د ولسمشر جو بايډن د استیضاح کېدو کار په رسمي توګه پيل شوی
CMG2023/12/17 13:24:09
شريکول:

د امريکې د جمهوري غوښتونکي ګوند تر کنټرول لاندې د ملي پارلمان د استازو جرګې په وروستيو ورځو کې د رايګيرۍ له لارې د ډيموکراټ ګوند غړي ولسمشر جو بايډن د استیضاح کېدو کار منظور کړ. دغه پلټنه د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا پيل شوی او د اټکل له مخې به څو مياشتې دوام ولري. له دې څخه څرګندېږي، چې د سپينې ماڼۍ او جمهوري غوښتونکي ګوند تر منځ جنجال به نور سختېږي او ښايي چې د امريکا سياسي ډګر به د نوي کال د رارسېدو په وخت کې له ستونزو سره مخ وي.
د شنونونکو په اند، د امريکې د جمهوري غوښتونکي ګوند او ډيموکراټ ګوند، د مختلفو ګوندونو په دننه کې د ګټو په لټون په موخه سيالۍ سختې دې. د ولسمشريزو ټاکنو د وخت په رارسېدو سره به د جو بايډن د استیضاح کېدو په هکله پلټنې د دغه هېواد سياسي ډګر سخت اغيزمن کړی دی.