شي جين پينګ د کويټ د پخواني امير شيخ نواف الاحمد الصباح د مړينې په مناسبت د دغه هېواد نوي امير ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CMG2023/12/17 20:27:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۱۷مه نېټه د کويټ د پخواني امير شيخ نواف الاحمد الصباح د مړينې په مناسبت د دغه هېواد نوي امير ميشل الاحمد الجبار الصباح ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه او د نواف خپلوانو او د دغه هېواد خلکو سره يې صميمي همدردي څرګنده کړه.

شي جين پينګ ويلي، چې امير نواف د کويټ له خلکو سره ژوره مينه درلوده او په خپل ژوند کې يې د چين او کويټ تر منځ د اړيکو پرمختګ لپاره رغنده خدمتونه تر سره کړي. د ده مړينه د کويټ د خلکو لپاره يوه لويه ضايعه ده، دغه راز چين يو ملګری هم له لاسه ورکړ. د چين حکومت او خلک له کويټ سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري. يقين دی، چې د دواړو خواوو تر ګډې هڅې لاندې به د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيکي دوستانه اړيکې لا نورې پياوړې شي.

د چين صدراعظم لي چيانګ په همدې ورځ د نواف د مړينې په مناسبت د کويټ صدراعظم احمد نواف احمد الصباح ته د خواخوږۍ پيغام ليږلې