د م م د امنيت شورا په ځايي وخت د دسمبر په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران په سيستان بلوچستان صوبه کې د پوليسو په ادارې باندې د ترهکریز بريد سخته غندنه وکړه. په یاد برید کې لږ تر لږه ۱۱ایراني پولیس ووژل شول. ویل کیږي چې د جیش العدل په نوم یوې سني وسله والې ډلې د برید مسؤلیت منلی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وژل شویو پولیسو کورنیو او د ایران حکومت ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه.
په اعلامیه کې یو ځل بیا پر دې ټینګار شوی چې هر ډول ترهګریزم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو تر ټولو سخت ګواښ دی.