څو بهرنيو پولي څانګو د ۲۰۲۴ کال د چين اقتصاد ښه اټکل کړی
CMG2023/12/17 11:56:01
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ څو بهرنيو پولي څانګو په ۲۰۲۴کال کې د چين د عمومي اقتصاد د راتلونکي ليد په هکله راپور خپور کړ. د بهرنيو پولي څانګو په اند، د پانګونو د دوامدار زياتوالي، د مصرفولو اندازې د بيا احيا کېدو او د صادراتو د احتمالي ښه والي په ګډون ګن شمېر فعالې نښې ښکاره شوې، چې د ۲۰۲۴کال د چين عمومي اقتصاد ښايي په ثابته توګه بيا پرمختګ وکړي.

د سويس بانک(UBS) د «له ۲۰۲۴کال څخه تر ۲۰۲۵کال پورې د چين د اقتصاد راتلونکي ليد» په راپور کې اټکل کړی، چې په ۲۰۲۴کال کې به د چين د اوسيدونکو واقعي عايدات په دوامداره توګه زيات شي او د مصرفولو اندازه به پياوړې شي. د توليد چارو کې د زرغون پرمختګ په هکله پانګونه به زياته شي.

د امريکې (J.P.Morgan) «د ۲۰۲۴کال د چين د عمومي اقتصاد د راتلونکي ليد» په راپور کې دا نظر ښودلی، چې په ۲۰۲۴کال کې به د چين د مصرفولو اندازه ښايي د ۲۰۲۳ کال د بيا احيا کېدو تمايل دوام ولري.

د امريکې د فيډاليټي انټرنايشنال (Fidelity International) د روانې مياشتې په پيل کې د ۲۰۲۴کال د نړيوالو پانګونو د راتلونکي ليد خپور کړ، چې له مخې يې د روان کال له جولای څخه صادر شوې يو لړ تګلارې اغيزمنې شوې او اټکل کېږي، چې د چين اقتصاد د بيا احيا کېدو په موده کې دی،  په ۲۰۲۴کال کې به د چين عمومي اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ ومومي.