د کډوالو نړيوال سازمان: يوه بيړۍ چې کډوال پکې بار وو د ليبيا په لويديځ سمندر کې ډوبه شوه
CMG2023/12/17 11:42:22
شريکول:

د کډوالو نړيوال سازمان د ډسمبر په ۱۶مه خبر ورکړ، چې د کډوالو بار يوه بيړۍ د ليبيا په لويديځ سمندر کې ډوبه شوه، چې له امله يې ۶۱تنه کسان ووژل شول.

دغه سازمان په خپله ټولنيزه رسنۍ کې دغه خبر خپور کړ، چې د يادې بيړۍ د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په شمول ۶۱تنه ووژل شول. په پېښه کې د يوه پاتې ژوندي  کس په قول چې دغه بيړۍ چې پکې شاو خوا ۸۶ تنه سپاره و، د ليبيا له زوارا ښار څخه حرکت کړی.