پوتين: روسيه له ناټو سره د جنګ نيت نه لري
CMG2023/12/18 10:25:31
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۱۷مې نېټې د دغه هېواد د ملي ټلويزيون له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې روسيه نه غواړي له ناټو سره جنګ وکړي، خو ناټو قصداً ستونزې جوړوي.

د روسیې ملي ټلويزيون ياد خبريال په همدې ورځ د ټولنيزو رسنيو پر خپلې پاڼې ياده مرکه خپره کړې ده.

ولسمشر پوتين ويلي، روسيه له ناټو سره د جګړې هېڅ لامل نه لري او په خبره يې، جغرافيايي سياسي، اقتصادي او پوځي ګټو ته په کتو، شخړه روسيې ته هېڅ ګټه نه کوي.  

نوموړي دا هم ويلي، چې روسيه له ناټو سره د اړيکو خرابول نه غواړي، بلکې له غړو هېوادونو سره يې د اړيکو د پرمختګ نيت لري.