امريکايي ځواکونو په سوريې کې په لويې پيمانې نفت او غنم غلا کړي
CMG2023/12/18 10:27:35
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د ډسمبر په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو په سوريې کې په لويې پيمانې نفت او غنم غلا کړي او په همدې ورځ يې عراق ته انتقال کړي دي. 

ياد اژانس د يوې ځايي سرچېنې په قول خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو غلا کړي نفت په ۴۰ ټانکرونو کې خپلې عراقي پوځې اډې ته انتقال کړي او ۵۵ لارۍ يې، چې غلا کړي غنم يې پکې بار کړي وو، د سوریې په شمال ختيځ کې د يوه ناقانونه سرحدي بندر له لارې عراق ته اړولي دي. 

د سوريې خبري اژانس د امريکايي ځواکونو يادې کړنې د سوريې د ملي منابعو سيستماتيکه غلا بللې ده.