په مکسیکو کې د وسله وال برید له امله ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/12/18 10:51:30
شريکول:

د مکسیکو د ګواناجواتو ایالتي څارنوالۍ د ډسمبر په ۱۷مې نېټې یوې اعلامیې کې ويلي، چې په همدې ورځ د دغه ایالت په مرکز سالواتیرا ښار کې برید شوی، چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

اعلاميه وايي، څو وسله وال کسان د همدې ورځې په سهار سالواتیرا ښار کې پر يوه کور یرغل کړی او وروسته يې پر خلکو ډزې کړي دي، چې له امله يې ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.