شي جين پينګ د کویټ نوي امیر ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2023/12/18 15:23:40
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۷مې نېټې د کویټ نوي امیر مشعل الاحمد الجابر ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

شي جین پينګ په پيغام کې د چین او کویټ ژورې عنعنوي دوستۍ ته اشاره کړې ده او په ټکو يې، د دواړو هېوادونو پر رسمي اړیکو ۵ لسیزې اوښتي، چې په درشل کې يې خپلمنځي اړيکو ډېر پرمختګ موندلی دی.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه د کلیدي ګټو په برخه کې یو د بل ملاتړ کوي او په بېلا بېلو ساحو کې یې اغېزمنې همکارۍ کړې دي.

چین له کویټ سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له امیر مشعل الاحمد الجابر سره یو ځای د دواړو خواوو دوستانه اړیکې نورې هم ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.