د شي جين پينګ ځانګړي استازي د مادګاسکر د ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2023/12/18 11:10:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کېټې مرستيال هو چون هوا د ډسمبر په ۱۶مې نېټې د ماداګاسکر په پلازمينې تاناناريو کې د نوي ولسمشر اندري نيرينا راجويلينا د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ.

هو چون هوا په ۱۷مې نېټې له ولسمشر اندري نيرينا راجويلينا سره لېدنه کړې ده.

هو چون هوا له راجويلينا سره په لېدنې کې، نوموړي ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هېلې او پېرزوينې وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، چين له مادګاسکر اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په بېلا بېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ او نظر تبادلې پياوړې کړي، د مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مهمو مسئلو کې د يو بل دوامدار ملاتړ وکړي او خپلمنځي هراړخيزو همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

راجويلينا له رئيس شي جين پينګ څخه مننه کړې او د هو چون هوا له لارې يې نوموړي ته نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې له چين سره دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د کرنې، صنعت، انرژۍ او د انساني سرچينو په برخو کې ورسره همکارۍ ژورې کړي او خپلمنځي اړيکې ورسره نورې هم پياوړې کړي.