جنوبي قطب ته د چين د ۴۰مې علمي څېړنې د ځمکنۍ ډلې د خوځېدو مراسم د ډسمبر په ۱۶مې نېټې د جنوبي قطب سيمې کې د چين په جونګ شان علمي سټېشن کې تر سره شول.
د چين د علمي څېړنې ياده ډله ۲۹ غړي لري، چې ۲۰ کسان به یې د دغه هېواد د تای شان علمي سټېشن له لارې د جنوبي قطب د کنګلونو تر ټولو لوړ ځای د چين د کون لون علمي سټېشن ته ورسېږي، چې له سمندري سطحې ۴۰۸۷ متره لوړوالی لري او پاتې ۹ کسان به یې ګروف غر ته ولاړ شي.
ياده ۲۹ کسيزه ډله به په جنوبي قطب کې په علمي څېړنو لاس پورې کړي.