فليپين او امريکا د جنوبي سمندرګي سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي
CMG2023/12/18 15:14:23
شريکول:

فليپين په دې وروستيو کې په جنوبي سمندرګي کې څو څو ځلې ستونزې جوړې کړې او د چين د نان شا ټاپوګانو د رن ای پرښې په شاوخوا سمندري سيمه کې يې لمسون کوونکې کړنې کړې، دغه راز جعلي خبرونه يې خپاره کړي او د چين د بدنامولو په لټه کې دی. د فليپين له يادو کړنو څخه امريکا ملاتړ کړی دی.

څېړونکي په دې نظر دي چې چين د ژن ای پرښې په ګډون د نان شا ټاپوګانو او شاوخوا سمندري سيمو حاکميت لري. فلیپين او امريکا ځکه په ګډه په دغه سيمه کې ستونزې جوړوي، چې د خپلو موخو پوره کول غواړي. فليپين غواړي د امريکا په مرستې په جنوبي سمندرګي کې خپلې ګټې ترلاسه کړي او امريکا غواړي په دې سمندرګي کې د ستونزو د جوړولو له لارې له سيمه ييزو هېوادونو سره د چين اړيکې خرابې کړي، څو د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د فليپين لمسون

د فليپين دوې ملکي بېړۍ او دوې پوځي بېړۍ د ډسمبر په ۱۰ مه نېټه د چين د حکومت له اجازې پرته د دغه هېواد د نان شا ټاپوګانو اړوند ژن ای پرښې شاوخوا سمندري سيمې ته ننوتلې او ويې غوښتل چې په دغه سيمه کې په غير قانوني توګه مېشت فليپيني بېړۍ ته ساختماني مواد ولېږي. بيا وروسته د چين سمندري پوليسو دغو بېړيو ته خبرداری ورکړ، خو فليپيني بېړیو بيا هم په زور سره ژن ای پرښې جهيل ته ننوتلې او ويې غوښتل چې د چين د سمندري پوليسو له بېړيو سره ټکر وکړي.

فليپين د روان کال له دوهمې نيمايي راهيسې څو څو ځلې په جنوبي سمندرګي کې ستونزې راپورته کړې او د چين د قلمرو پر حاکميت يې تېری کړی دی. د ساري په توګه د فليپين دوه بېړۍ د اګست په پنځمې نېټې له اجازې پرته ژن ای پرښې سمندري سيمو ته ننوتلې. د سپتمبر په ۲۲ مې نېټې د فليپين د کب نيولو چارو او د اوبو سرچينو رياست يوه بېړۍ په زور سره د هوانګ يان ټاپو شاوخوا سمندري سيمو ته ننوتلې. د اکتوبر په ۲۲ مې نېټې د فليپين دوه ملکي بېړۍ او د سمندري پوليسو دوه بېړۍ د چين د حکومت له اجازې پرته د ژن ای پرښې ته نږدې سمندري سيمو ته ننوتلې، د نومبر په لسمه نېټه دوې اکمالاتي بېړۍ او  د سمندري پوليسو دری بېړۍ يو ځل بيا يادو سمندري سيمو ته ننوتلې او د ډسمبر په نهمې نېټې يې  درې حکومتي چارو بېړۍ هوانګ يان ټاپو ته نږدې سمندري سيمو ته ننوتلې.

د امريکا ټايمز اوونيزې مجلې او يو شمېر نورو رسنيو په خپلو راپورونو کې لیکلي چې ګڼ شمېر فليپيني او بهرنيو خبريالانو په دې وروستيو کلونو کې د فليپيني حکومت په غوښتنې د دغه هېواد په بېړيو کې جنوبي سمندرګي ته ورغلي او د چين او فليپين د بېړيو ترمنځ د مقابلې وېډیويي صحنې يې ثبت کړې او له دې لارې يې غوښتي چې د عامو افکارو د کنټرول له لارې پر چين فشارونه واچوي.

څېړونکي په دې نظر دي چې فليپين له نړيوال قانون او د جنوبي سمندرګي د بېلابېلو خواوو د عملياتو له اعلاميې څخه سرغړونه کړې او د چين د قلمرو پر حاکميت يې تېری کړی، دغه راز د جنوبي سمندرګي سولې او ثبات ته يې ګواښونه پېښ کړي دي.

له فليپين څخه د امريکا ملاتړ

د چين پر وړاندې د فليپين له يادو لمسون کوونکو کړنو څخه امريکا ملاتړ کړی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مېټیو مېلر په خپلو خبرو کې د فليپين د لمسون په مقابل کې د چين قانوني تدابير غندلي او ويلي يې دي چې هېواد يې له فليپين سره ولاړ دی.

د فليپين د پخوانۍ ولسمشرې ارويو وياند ريګوبيرټو تيګلاو د روانې مياشتې په ۱۵ مې نېټې په مانيلا ټايمز ورځپاڼې کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، چې د فليپين وروستۍ غير معقولې کړنې د امریکا په هڅوونې ترسره شوې او امریکا غواړي چې د چين دریځ د فليپين په ګډون سيمه ييزو هېوادونو ته د ګواښ پېښوونکي هېواد په توګه اړ کړي.

د فليپين د اسيا پېړۍ ستراتېژيک څېړنيز مرکز مرستيال انا ماليندوګ يوي په خپلو خبرو کې وويل، چې امریکا درېيمه خوا ده او هڅه کوي چې له فليپين څخه په استفادې نیابتي جګړه راوپاروي، څو خپله باداري وساتي.

د سيمې سولې او ثبات ته ګواښونه

څېړونکي په دې نظر دي، چې اسيا او ارام سمندر سيمه د نړيوال اقتصاد حياتي ځواک دی او د دې سیمې د سولې او ثبات ساتل د سيمه ييزو هېوادونو له ګټو سره مطابقت لري، دغه راز د نړيوال اقتصادي پرمختګ په ګټه هم دي. خو اوس فليپين په دې سيمه کې لمسون کوونکې کړنې کړې او د امريکا په ګډون د نورو سيمو هېوادونو غوښتي چې له دغه وضعيت په ګټه اخيستلو د سیمه ييزو هېوادونو ترمنځ تقابل راوپاروي، چې دا ډول کړنې يې د سيمې سولې او ثبات سخت ګواښي.

ريګوبيرټو تيګلاو په خپلو خبرو کې د فليپين د اوسني حکومت روانې ډيپلوماتيکې تګلارې د تاریخ تر ټولو ناوړې او ويجاړوونکي تګلارې بللې، د نوموړي په وينا، دغو تګلارو د فليپين د پرمختګ مخه نيولې او د بېوزلۍ کچه يې لوړه کړې ده.

انا ماليندوګ يوي په خپلو خبرو کې وويل، که د جنوبي سمندرګي وضعيت لاپسې خراب شي، نو په سيمه کې ښايي د شخړو د رامنځته کېدو سبب وګرځي او سمندري چاپېريال او اقتصاد به زیانمن کړي. نوموړي وويل، جنوبي سمندرګی د نړۍ ډېر مهم سمندري ټرانسپورټي دهليز دی، که امنيت يې ښه نه وي، نو د بېړيو تګ راتګ او ټرانسپورټ به له ستونزو سره مخامخ او د عرضې نړيوال ځنځير به ويجاړ شي.