اسرائيل: ځواکونو يې په غزې کې تونل کشف کړی
CMG2023/12/18 10:50:53
شريکول:

د اسرائيل دفاع وزارت د ډسمبر په ۱۷مې نېټې يوې اعلامیې کې ويلي، چې ځواکونو یې د غزې په شمال کې د دغه هېواد اريز سرحدي بندر ته نږدې تر ځمکې لاندې د حماس يو لوی تونل کشف کړی دی.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په لومړي ځل په غزې تړانګې کې لوی تونل موندلی دی.

دغه تونل د اسرائيل له اريز بندر څخه ۴۰۰ متره لرې دی، اوږدوالی یې له ۴ کیلو مترو څخه زیات او ژوروالی یې ۵۰ متره ښودل شوی دی.

دغه تونل څو فرعي لارې لري او په ځينو ځایونو کې يې لوی موټرونه هم تګ راتګ کولی شي.

اعلاميه وايي، په دغه تونل کې د برېښنا او د ککړو اوبو د تنظيمولو تاسيسات جوړ شوي او د چاودنو ضد دروازې پکې لګېدلې دي.

مالومه نه ده، چې د دغه تونل تر اسرائيل هم رسيدلې دي او که يوازې په غزې کې کېندل شوی دی.