د چين د های نان ازاد سوداګريز بندر پنځه کلن پرمختګ ته کتنه
CMG2023/12/18 13:30:23
شريکول:

های نان ولايت د چين په جنوب کې د رڼې مرغلرې نوم خپل کړی دی. د دغه ولايت عمده قلمرو های نان ټاپو او شاوخوا ټاپوګان دي. د سمندرغاړې اوږدوالی يې کابو ۱۹۴۴ کيلو مترو ته رسيږي. دلته په طلايي رنګه سمندري غاړې کې د ناريال زرغونې ونې، ابي رنګه سمندري اوبه، شاندار هوټلونه او خوندور خوراکونه ډېر چيني او بهرني سيلانيان راجلبوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال په اپرېل کې د چيني ځانګړتيا لرونکي ازاد سوداګريز بندر د ابادولو وړانديز وکړ. له پنځو کلونو راهيسې، های نان ولايت له نړۍ سره د چين د اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې کې پرمختللی ځای نيولی او د ليدو وړ لاسته راوړنې لري.

د چين حکومت په ۲۰۱۸م کال کې د های نان د ازاد سوداګريز بندر د جوړونې عمومي لايحه خپره کړه. د دغه بندر د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسې، په های نان ولايت کې د اقتصادي موجوديتونو زياتوالی د دغه بندر تر جوړېدو مخکې د دېرشو کلونو له عمومي شمېر نه زيات دی. دغه بندر د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا لپاره مثبت رول لوبوي.

په دغه ولايت کې د ګمرکي مالياتو او نورو مالياتو د کمښت، د مالياتي نظام د تعديل او د ازادې سوداګرۍ په شمول څه باندې يو سل او اتيا پاليسۍ او تګلارې پلې شوې دي. د دغه ولايت د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې د سيلانۍ، عصري خدمتونو، عالي او عصري ټکنالوژۍ او په حاره منطقه کې د ځانګړو او غوره کرنيزو چارو په شمول د څلورو عمده چارو د ارزښت انډول له درې پنځوس سلنې څخه تر درې اويا سلنې پورې لوړ شوی دی. د تېرو پنځو کلنو ګټورو تګلارو په رڼا کې په دغه ولايت کې د بې محصوله يعنې ډيوټي فري توليداتو د پلور عمومي اندازه له يو سل او دېرش ميليارډو ژن مين بي يوانو څخه زياته شوې ده. د های نان ولایت د بو او د روغتيا او سيلانۍ په نړيوالې سيمې کې درې سوه او پنځه شپيته ډوله نوې نړيوالې دواګانې او طبي وسايل په کار اچول شوي دي، نو دغه سيمه په چين کې د نړيوالو دواګانو او وسايلو د ننوتلو ګړندۍ لار بلل کيږي.

هغه سيلانيان چې عمرونه يې له ۱۶ کلونو څخه زيات وي او د الوتکو، اورګاډيو او مسافروړونکو بيړيو له لارې های نان ولايت ته ننوځي، نو کولی شي، د خپلې تذکرې او پاسپورټ او له دغه ولايت څخه د چين نورو ځايونو ته د تګ ټېکټ په وړلو سره په ډيوټي فري يا بې محصوله دکانونو کې شيان واخلي او يا خپل فرمایشونه او سپارښتنې ورکړي. کله چې دوی له دغه ولايت څخه ووځي، نو په هوايي ميدانونو، د اورګاډيو سټېشنونو او د بيړيو په بندرونو کې او په نورو ټاکلو سيمو کې توکي اخيستلی او له ځان سره وړلی شي، خو هر کال د هر مشتري پر سر د بې محصوله شيانو د اخيستنې عمومي بيې بايد له سل زرو ژن مين بي يوانو څخه زياتې نه وي.

د های نان ازاد سوداګريز بندر د مخکښو نړيوالو تجربو د راغونډولو او نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو قواعدو په رڼا کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير پياوړی کوي او د اصلاحاتو او ورخلاصون نوې لاره به پيدا او نوې تجربې به تر لاسه کړي.