د چين مرستيال صدر اعظم او د چين او روسيې د صدراعظمانو د ټاکلې مودې کتنې کمېټې چيني مسؤل هه لي فنګ د ډسمبر په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل روسي سيال چېرنيشينګو سره د چين او روسيې د صدر اعظمانو د ټاکلې مودې کتنې کمېټې د ۲۷مې غونډې ګډه مشري کړې ده.
د چين مرستيال صدر اعظم هه لي فنګ يادې غونډې ته ويلي، چې هېواد يې غواړي له روسيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې اجماع په ګډه پلې کړي، پر راتلونکو همکاريو ورسره ګډ بحث وکړي او د صدر اعظمانو د ۲۸مې کتنې لپاره جدي چمتوالی ونيسي.
د روسيې مرستيال صدراعظم چېرنيشينګو په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې هېواد به یې له چين سره خپلمنځي نژدې تماسونه وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکارۍ به پرمخ بوزي.